AP ۱۴۰۳ وږی ۱۰ ۲۳:۴۶
Journalist ID: 5624
News ID: 85584307
T T
۰ Persons

Tags

باکو: موږ د لاجورد لارې بیا فعالولو ته چمتو یو

 کابل- ایرنا- د اذربایجان د لومړي وزیر مرستیال له عبدالغني برادر سره په کتنه کې وویل: موږ له افغانستان او د سیمې له هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو د پراخولو په موخه د لاجورد لارې بیا فعالولو ته چمتو یو.

 په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له قوله، د افغانستان د سرپرست حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت نن سهار په خپله ایکس پاڼه کې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان کړی چې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د اذربایجان د لومړي وزیر له مرستیال سره د د ترمز نړیوال سوداګریز مرکز د پرانیستې د مراسمو په څنډه کې وکتل. 

 په دې کتنه کې ملا برادر په کابل کې د اذربایجان د سفارت له پرانیستلو مننه وکړه او د اذربایجان له حکومت او د دغه هېواد له خصوصي سکتور څخه یې وغوښتل چې په افغانستان کې د پانګونې په برخه کې له رامنځته شویو فرصتونو څخه په استفادې په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.

 د ملا برادر په وینا، اسلامي امارت د پانګوالو بشپړ ملاتړ کوي او په دې برخه کې یې ټولې لازمې اسانتیاوې رامنځته کړې دي.  د اذربایجان د لومړي وزیر مرستیال هم په دې کتنه کې وویل، هېواد یې چمتو دی چې له افغانستان او د سیمې له هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو د پراخولو په موخه د لاجور لارې بیا فعالې کړي او د صادراتو او وارداتو د کچې لوړولو ته به دوام ورکړي. 

 نوموړي په افغانستان کې د صنعتي فابریکو په جوړولو کې د پانګونې لپاره د خپل هېواد چمتووالی اعلان کړ او ویې ویل، اذربایجان له اسلامي امارت سره د کانونو په برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .